دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ لپاره ښه خبر، دوی له انګلستان سره شکمنې سیالۍ نه لغوه کوي

د جنوبي افریقا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ هغه وخت سیالۍ ودرول شوي چې کله د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې یو تن لوبغاړی پر کرونا ویروس اخته ولیدل شو، اوس دې بورډ په ډېرې خوشالۍ خبر ورکړی چې ټوله لوبډله یې منفي ازمایل شوي او هېڅ لوبغاړی یې پردې ویروس ککړ نه دی.

دوی به د ټاکلي مهالویش له مخې سبا خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه په پارل نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي، داسي شکونه هم و که یوه بله پيښه په دې لوبډله کې زیاته شوی وی نو د سیریز د لغوه کیدو امکان هم و، د یادلو وړ ده چې د انګلستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه پرون ترسره کیده خو د دواړو لوبډلو په مشوره ورته نهايي نېټه یکشنبه اعلان شوه. د شل اوریزو لوبو سیریز درې صفر انګلستان په خپله ګټه تمام کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې