لیګونه

ای پي ایل کې راتلوونکي کال دوه نورې لوبډلې هم اضافه کیږي

راپورنه وایي چې د ۲۰۲۱ کال څوارلسم پړاو ای پی ایل سیالیو لپاره دوه نورې لوبډلې هم اضافه کیږي چې دې سره به راتلوونکي کال ای پی ایل د لس لوبډلو په درلودلو سره پیل شي.
دغه دوه لوبډلې احمد اباد او د کنپور یا لکناو لوبډلې دي چې څوارلسم پړاو ای پی ایل سیالیو ته به اضافه شي، که څه هم په دې اړه تر اوسه کوم رسمي اعلان نه دی شوی خو خپاره شوي راپورونه د همدې دوه لوبډلو یادونه کوي چې راروان کال ای پي ایل ته اضافه شي.
د هندوستان کریکټ کنټرول بورډ د ډسمبر په ۲۴ مه په دې اړه رسمي غونډه کوي چې ایا دغه لوبډلې ای پس ایل ته اضافه کړي کنه خو تر اوسه یې کومه رسمي پریکړه نه ده کړې.
د هندوستان کریکټ ای پی ایل سیالیو څوارلسم پړاو په راتلوونکي ۲۰۲۱ کال اپریل او می میاشتو کې ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې