افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهولایتي سیالۍ

ایمرجینګ لوبډلې په دوهمه سیالۍ کې هم نولس کلنې لوبډلې ته ماته ورکړه

په ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان پر نړیوال لوبغالي د دوه ځوانو نولس کلنو، او ایمرجینګ، ملي لوبډلو تمریناتي کمپونو وروسته پنځه پنځوس اوریزې لوبې ترسره کیږي چې تیره ورځ یې لومړۍ لوبه ایمرجینګ لوبډلې په خپله نفه تمامه کړه، د دې لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه هم ترسره شوه، د توپ وهنې پیل نولس کلنې لوبډلې وګړ دوی ۴۰ اورنو کې پوره ۲۰۰ منډې جوړي کړي، چې پکې الله نور ترنور زیاتې ۴۰ منډې جوړي کړي.

د نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی هدف ایمرجینګ لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او په دوهمه لوبه کې یې هم نولس کلنې لوبډلې ته ماته ورکړه، د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې نورې لوبې هم غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي، د یادولو ده چې د همدې ۱۹کلنې لوبډلې څخه به ملي نولس کلنه لوبډله په راتلونکې کې غوره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې