افغانستان کریکټ

۲۰۲۱ کال اسیا کپ په سریلانکا کې ترسره کیږی

ټاکل شوې وه چې اسیا جام ددې کال د اګسټ او سپتمبر میاشت کې ترسره شوی وای خو د کرونا ویروس له وجې دغه جام راتلوونکي کال ته وځنډیده د کریکټ ډیرې سیالۍ دغه کال کې یا لغوه شوې او یا راتلوونکي کال ته وځنډیدې چې یو هم اسیا جام سیالۍ وې.
مخکې ویل کیدل چې اسیا جام به په پاکستان کې ترسره کیږي او له مخکې یې دا حق ترلاسه کړی و خو پاکستان کریکټ بورډ تازه ویلي چې دوی به د ۲۰۲۲ کال کوربتوب وکړي او د ۲۰۲۱ کال اسیا جام به په سریلانکا کې ترسره شي، وسیم خان د پاکستان کریکټ بورډ مشر دا خبره کړې چې د ۲۰۲۱ کال اسیا جام به په سریلانکا کې ترسره شي او دوی به د ۲۰۲۲ کال اسیا جام کوربتوب وکړي.
وسیم خان وایي ” راتلوونکی اسیا جام به په جون میاشت کې په سریلانکا کې ترسره شي موږ د ۲۰۲۲ کال لپاره د اسیا جام حقوق ترلاسه کړي دي”
همدار راز شل اوریزه نړیوال جام چې ټاکل شوې وه په اسټرالیا کې ترسره شي هغه هم د کرونا له وجې ۲۰۲۱ ته وځنډیده د هندوستان ای پی ایل سیالۍ هم د هندوستان پر ځای متحده اماراتو کې ترسره شوې.
پاکستان اوس تازه له اوږده ځنډ وروسته د نورو نړۍ والو ټېمونو کوربتوب کوي، او هڅه کوي چې دغې برخې ته ډېر کار وکړي ترڅو له لاسه ورکړی باور بېرته خپل کړي .

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې