لیګونه

هندوستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د هندوستان او اسټرالیا تر منځ د دریو شل اوریزه لوبو لړۍ نن پیل شوه چې په لومړۍ لوبه کې هندوستان لوبډلې اسټرالیا ته په یوولس منډو ماتې ورکړه او د شل اوریزه سیریز لومړۍ بریا یې خپله کړه، دې سیالۍ کې ټولو هندي لوبغاړو ښه کارکردګي وکړه او بریا یې خپله کړه.

ننۍ لوبه کې هندوستان لومړی توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې هغه منډې چې استرالیا یې په پوره کولو کې پاتې راغله او هندوستان ته یې ماتې ومنله، د هندوستان لپاره کیل راهول نیمه سلیزه جوړه کړه، جدیجا ۴۴ منډې وکړې او له اسټرالیا یې لوبه یوړه.

استرالیا د هدف ترلاسه کولو په موخه یوازې ۱۵۰ منډې ترلاسه کړې او د یوولس منډو په توپیر یې ماتې وخوړه دا د هندوستان او سترالیا ترمنځ د دریو شل اوریزه لوبو لړۍ ده.
هندوستان له دې وروسته له اسټرالیا سره د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ هم لري چې د روانې میاشتې په جریان کې به ترسره شي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې