دلوبغاړو په اړه

هغه خبره روښانه شوه چې د شاهد افریدي او نوین الحق ترمنځ یې جنجال جوړ کړی و

څو ورځې وړاندې په لنکا پریمیر لیګ کې د محمد عامر او افغان لوبغاړي ترمنځ یو څه لانجه رامنځ ته شوه چې په ټولنیزه میډیا کې پرې زیاتې تبصرې هم وشوې او له لوبې وروسته پخواني پاکستاني الراونډر شاهد افریدي هم نوین الحق ته غوسه کړې وه خو دا ښکاره نه وه چې نوین ته یې څه ویلي و اوس تازه پاکستاني تیز توپ اچوونکي له هغې خبرې پرده پورته کړې او رشتیا یې ویلي چې شاهد نوین ته د لوبې وروسته څه ویلي و.


محمد عامر وایي چې شاهد افغان توپ اچوونکي نوین الحق ته ویلي و چې “مودب و اوسه خپلو مشرانو سره داسې چلند مه کوه ته باید نرم سړی اوسې ترڅو کریکټ کې پرمختګ وکړې”
دا هغه خبره وه چې شاهد افریدي د لوبې وروسته نوین الحق ته کړې وه خو نوین الحق په دې کار ځکه غوسه شوی و چې باید شاهد ورته پښتو ووایي دی پښتون دی.
ددې دواړو د لانجې په اړه په میډیا کې مختلفې تبصرې شوې وې چې اوس عامر دغه خبره روښانه کړه عامر ویلي چې زه نوین الحق سره کومه شخصي ستونزه نه لرم نوین ځوان دی جذبه لري او هر ځوان لوبغاړی چې پیل کې کریکټ ته راځي نو قهرجن چلینجونه ورکوي دی وایي زه هم پیل کې داسې وم چلینج به خوند راکوه خو په زیاتو لوبو کولو سره عادت اخلو او بیا په خپل خوند سره لوبې کوو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې