افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

اصغر افغان ته یې نن د دوهمې کوژدې دسمال راوړ

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د اصغر په اړه راپورونه خپاره شول چې دوهمه کوژده یې وکړه، ډیرو خلکو مبارکیانې ورکړې او زیاتو نورو بیا دده پر دوهمې کوژدې تبصرې وکړې.

اوس تازه نن جمع په رسنیو د اصغر نوي تصویران خپاره شوي او په کې ویل شوي چې د ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان ته یې دسمال راوړ، اصغر ته د دوهمې کوژدې دسمال داسې مهال راوړي چې افغان نیمه لوبډله په بهر کې په خارجي لوبو کې مصروفه ده، خو د ملي لوبډلې لپاره د لوبو هیڅ کوم څرک نه لیدل کیږي.
راشد خان، محمد نبي عیسی خیل، مجیب ځدران، قیس احمد، ظاهر خان، رحمان الله ګربز، حضرت ځاځی، نوین الحق، سمیع سینواری، کریم صادق او یو شمیر نور لوبغاړي ټول په خارجي لیګونو کې مصروف دي او اصغر دلته کوژده وکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې