دلوبغاړو په اړه

اشیش نهرا: ویرات کوهلي یو پیاوړی کپتان دی

د هندوستان پخواني تیز توپ اچوونکي اشیش نهرا په یوه مرکه کې ویلي چې ویرات کوهلي یو پیاوړی کپتان دی او هر وخت کولای شي د لوبې مخ بدل کړي، هغه پر دې پوهیږي چې خپل توپ اچوونکي څنګه ولوبوي او هغوی په کوم ځای کې استعمال کړ.

اشیش نهرا وویل چې د تیرې ورځې په لوبه کې ویرات یوه ښه فکر سره میدان ته راکوز شوی و هغه لومړی محمد شمي ته دوه اورونه ورکول بیا یې نویدیپ سیني راوست او له هغه وروسته د بومرا راوستل دا د یو غوره لوبډل مشر کار دی زه له ویرات سره موافق یم چې هغه ډول پریکړې کوي ځکه خو یې تیره لوبه کې بریا خپله کړه.

هندوستان له استرالیا سره د درې یو ورځنیو لوبو په لړ کې دوه بایللي او یوه یې ګټلې له دې وروسته د درې شل اوریزو او څلور ټیست لوبو لړۍ هم لري هندوستان دا لوبې داسې مهال کوي ددې لوبډلې مخکښ توپ وهوونکی روحیت شرما هم زخمي دی او په لوبو کې شتون نه لري

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې