دلوبغاړو په اړه

ولې شمیر مشهور لوبغاړي لنکا لیګ ته رانغلل او یو شمیر نورو په نیمه کې پریښود

د لنکا پریمیر لیګ د سریلانکا هېواد لیک دی او د همدې هېواد په کوربتوب ترسره کیږي دا چې دا ددې سیالیو لومړی پړاو دی ځکه خو خلکو او لوبغاړو ته کم ارزښته ښکاري او زړه نه ښه کوي چې دې لوبو کې ولوبیږي.
دغه لیک کې اوس مهال پنځه لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبه کوي چې د پاینل (وروستۍ) لوبې سره به په دې لیګ کې ۲۳ لوبې ترسره شي ددې لیګ له پیل وړاندې یو شمیر مشهورو لوبغاړو ونه غوښتل چې برخه پکې واخلي کرس ګیل، لیام پلنکیټ، سرفراز احمد او لیست ملینګا هغه لوبغاړي و چې دې لیګ کې یې لوبیدو ته زړه ښه نه کړ.
خو اوس تازه نورو لوبغاړو هم دغه لیګ په نیمه کې پریښود د ګیل ګلیډیټور لوبډلې کپتان شاهد افریدي پرون وویل چې لنکا لیګ به په راتلوونکي کې یو مشهور لیګ وي خو له دې خبره وروسته یې په خپله دغه لیګ پریښود او پاکستان ته ستون شو، خو راپورونه وایي چې نوموړی د کورنیو ستونزو له امله دغه لیګ پریښود.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې