دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

میلبورین سټارز، لوبډله اړ شوه چې د ویسټ انډيزي اوپنر انډري فلیچر سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړي

د استرالیا‌په کورني بیګ باش لیګ کې میلبورین سټارز لوبډله د جوني بیرسټو د نشتون سره مخ شوه، سټارز لوبډلې دوه اونۍ مخکې د انګلستاني اوپنر جوني بیرسټو سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، اوس تازه راپور ورکول شوی چې انګلستان کرکټ بورډ جوني بیرسټو د سریلانکا پروړاندې په ټیسټ لوبو کې د ځان سره غوره په لوبډله کې غوره کړی دی.

میلبورین سټارز لوبډلې سمدلاسه د ویسټ انډیزي اوپنر انډري فلیچر سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، د میلبورین سټارز لوبډلې روزونکې ډیویډ هسي ویلي، مونږ ناخوښه یو چې جوني د خپلو رسمي سیالیو لپاره له مونږ سره ونه لوبید، زه د انډري فلیچر په اړه هم ډاډه یم هغه د نړۍ یو غوره توپ وهونکی دی، نوموړي د نړۍ په ټولو لیګونو کې ښه لوبې ترسره کړي دي او د ویسټ انډیز لپاره یو ګټونکی لوبغاړی، د یادلو ده چې دا لیګ د روانې ډیسمبر میاشتې په لسمه نېټه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې