افغانستان کریکټ

یو بل هندی لوبغاړی هم د روحیت شرما په برخلیک اخته شو

هندوستان له اسټرالیا سره په لوبو بوخت دی خو تازه راپورونه خپاره شوي چې یو بل هندی لوبغاړی هم ټپي شوی دی، راپورونه وایي چې هندی توپ اچوونکی ایشان پوریل هم ټپي شوی او له ټپي کیدو وروسته له لوبډلې هم ویستل شوی دی، له ده وړاندې مشهور هندی روحیت شرما په ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو کې ټپي شوی و او په لوبډله کې نه دی اخستل شوی.
دا د هندوستان لپاره یو بد خبر دی ځکه هندۍ لوبډله لا له وړاندې د اسټرالیا په خلاف په توپ اچونه کې دومره ښه نه وه ځلیدلې او اوس د نوموړي ټپي کیدو نورې هم ستونزې ورته جوړې کړې، هندۍ لوبډلې له اسټرلیا سره دوه یو ورځني لوبې کړي او دریمه یې نن روانه ده چې د یو ورځنیو لوبو سیریز هندوستان ته یو څه بدبخته و
د هندوستان د کریکټ کنټرول کمیټې د پوریل په اړه تازه معلومات خپاره کړي او د هغه د ټپ په اړه یې ویلي چې نوموړی زخمي دی او بیرته هندوستان ته راستون شوی دلته به له درملنې وروسته په یوه اکاډمي کې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې