دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندوستان په دريمه پنځوس اوریزه لوبه کې بریا ترلاسه کړه

د ټاکلي مهالویش له مخې نن سهار وخته د استرالیا په کوربتوب درېمه پنځوس اوویزه لوبه هم ترسره شوه، په دې سیالۍ کې ټاس هندوستان کرکټ ملي لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلي پنځوس اورونو کې ۳۰۲ منډې جوړي کړي، هندوستان ته په توپ وهنه کې هاردیک پانډیا ۹۲ او لوبډلمشر ویراټ کوهلي بیا ۶۳ منډې ترلاسه کړي.

د هندوستان ورکړل شوی هدف کوربه استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پوره نکړ او سیالي سیالې لوبډلې ته په ۱۳ منډو وبایلله، په دې سیریز کې هندوستان یوه او استرالیا بیا دوه لوبې په خپله ګټه تمامي کړي وي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړنۍ شل اوریزه لوبه د روانې ډیسمبر میاشتې په څلورم تاریخ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې