افغانستان کریکټ

مایکل وان: زما زوی زما پر ځای د ویرات کوهلي مینه وال دی

د انګلینډ پخواني کپتان مایکل وان وایي چې زما زوی د هندي کپتان ویرات کوهلي ډیر زیات مینه وال دی نوموړی وایي هغه د ویرات توپ وهنه زیاته خوښوي او تر زیاته وخته د هغه لپاره ویښ پاتې وي چې د لوبې ننداره یې وکړي، نوموړي هم د ویرات کوهلي ستاینه کړې چې دده لوبو پر ماشومانو او زما پر زوی ښه اغیزه کړې او زیاته یې ننداره کوي دده توپوهنه ښکلې او په زړه پورې ده

وان وایي زما زوی هر وخت ماته وایي پلارجانه چې ویرات توپ وهنه کوي نو ما راویښ کړه، مایکل وایي زما زوی د ویرات په اوټ کیدو ډیر خفه کیږي کله چې ویرات اوټ شي نو بیا نوره لوبه نه ګوري ځکه زما زوی د ویرات کوهلي یو غټ او لوی مینه وال دی.
دغه پخواني کپتان ویلي ویرات کوهلي یو ښه لوبغاړی او کپتان دی او هغه هروخت او هر حالات کې کولای شي لوبه ښه کنټرول کړي ځکه خو خلک ورسره زیاته مینه لري همدا راز دی چې زما د زوی هم زیات خوښیږي او مینه وال یې دی، ویرات داسې یو لوبغاړی دی چې په هر فارمټ کې ځان ښه ثابت کوي او ښکلې لوبې کوي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې