دلوبغاړو په اړه

شاهد افریدی: لنکا پریمیر لیګ به په راتلوونکي کې یو بریالی لیګ وي

د هندوستان پخوانی تجربه لروونکی الراونډر او کپټان شاهدی افریدی چې دا مهال په لنکا پریمیر لیګ کې په لوبو مصروف دی تازه یې ویلي چې لنکا پریمیر لیګ به په راتلوونکي کې یو بریالی لیګ وي او زیاتې لاسته راوړنې به ولري، نوموړي ویلي دا چې ما په دې لیګ کې برخه اخستې هدف کې دادی ترڅو ځوان لوبغاړي وروځو هغوی زموږ له تجربو ګټه واخلي.

شاهد افریدی چې دا مهال په لنکا پریمیر لیګ کې د ګیل ګلیډیټور لوبډلې مشري کوي دا خبره یې کړې ده، افریدي ددې لیګ له مشرانو او د سریلانکا له حکومت څخه مننه کړې چې دغه ډول اقدام یې کړی دی افریدی وایي چې دا لیګ د کریکټ په مینه والو کې د کریکټ روحیه پیاوړې کوي او داخلي لوبغاړو ته موقع ورکوي ترڅو د نړۍ له مشهورو لوبغاړو سره ولوبیږی او له هغوی زده کړه وکړي.
شاهد وایي دا یو نوی لیګ دی او د ځوانو استعدادونو په روزنه کې ډیره مرسته کوي نوموړی وایي باید هر وخت داسې لوبې ترسره شي ترڅو موږ نړۍ ته نوي کریکټران ور ډالۍ کړو او د هغوی له لوبو څخه خوند واخلو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې