دلوبغاړو په اړه

ګواتم کمبیر: د هندوستان د کریکټ کنټرول بورډ باید د روحیت شرما د ټپونو مسله حل کړي

د هندوستان پخوانی اوپنر توپ اچوونکی ګواتم ګمبیر وایي د روحیت ټپ جوړیدل ډیر اسانه دي، هغه وایي د هندوستان د کریکټ کنټرول بورډ باید د روحیت شرما د تپونو مسله حل کړي نور خلک باید دې داخلي مسله کې ښکیل نه شي، نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې هندوستان له استرالیا سره د یو ورځنیو لوبو په سریز کې د روحیت شرما په نه شتون کې دوه لوبې بایللي او دریمه لوبه یې سبا ترسره کیږي.

روحیت د هندوستان غوره توپ وهوونکی دی چې په ۱۳ پړاو ای پي ایل سیالیو کې د لوبې پر مهال ټپي شو او د هماغه ټپونو له امله تراوسه په ملي لوبډله کې نه دی لوبیدلی او د هندوستان د کریکټ کنټرول بورډ هم اجازه نه ده ورکړې.

نوموړی دا مهال په بنګلور کې په یوه اکاډمي کې په تمریناتو بوخت دی ترڅو خپل فیټنس وساتي؛ داسې ویل کیږي چې نوموړی به د اسټرالیا په خلاف ټیسټ لوبو کې برخه واخلي خو ممکن د قرنطین له امله لومړیو دوه لوبو کې ونه شي لوبیدلی.

ګمبیر وایي چې د هند کریکټ چارواکي کولای شي د روحیت مسله په اسانۍ سره حل کړی او هغه ته په راتلونکو ټیسټ لوبو کې وخت ورکړي، خو بله خوا ستونزه داده چې د روحیت د پلار په اړه هم راپورونه راغلي چې کرونا یې مثبته ده او هغه به له خپل پلار سره هم مصروف اوسي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې