دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګریک بارکلي : د سیاسي کش ماکشه خبر یم خو هغه به زما لپاره ترټولو غوره ورځ وي چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان سره د سیالیو بیا پیل وکړي

په نیوزیلینډ کې زیږیدلی د کرکټ د نړیوالې شورا نوې رییس ګریک بارکلي په یو بیان کې ویلي،، زه پوهیږم چې د پاکستان او هندوستان سیاسي اړېکې سره خرابې دي خو زه به په هېڅ شي هم دومره خوشاله نشم لکه څومره به چې د پاکستان او هندوستان د لوبو په بیا پيل خوشاله شم،

ګریک بارکلي یوه وانۍ وړاندې د آی سي سي رییس وټاکل شو، او د نوموړي لومړی نظر همدا دی چې پاکستان دي له هندوستان سره د لوبې بیا پیل وکړي، د هندوستان اوسیدونکې، لوبغاړي، کرکټ بورډ یې، او د بي سي سي آی کنټرول مشهوره اداره چې په سر کې پخوانی لوبغاړی سارو ګنګولي قرار لري نه غواړې پرته له نړیوالو جامونو د پاکستان سره کومه رسمي لوبه ترسره کړي.بل پلو بیا پاکستان کرکټ بورډ لوبغاړي او مینوال یې ټول غواړې چې هندۍ لوبډله دي د پاکستان سره سیریز ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې