افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

پرافغاني غرور مالا مال ځوان دوه پاکستاني لوبغاړي څخه وننګول

د ټاکلي مهالویش له مخې بیګا د سریلانکا په لنکاپريمیرلیګ کې د کنډي ټوسکرز، اوګالي ګلاډیټروز، لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه په دې لوبډلو کې د ګالي لپاره حضرت الله ځاځی،او د ټوسکرز، لوبډلې لپاره بیا نوین الحق او رحمن الله ګربز لوبیدل.

نوین د پاکستاني محمد امر سره په لفظي شخړه کې ښکېل شو دا شخړه ترډېره جدي ځکه وه چې امپاېرانو پکې هم مداخلت وکړ، د لوبې وروسته شاهد خان افریدي له ټولو لوبغاړو سره روغبړ وکړ او نوین الحق ته یې وویل چې جکړه مت کرو،(شخړې مکوئ) نوین چې خپل افغاني غرور یې د پښولاندې نشي نوموړي ته یې په ځواب کې وویل، پښتون یې پښتو وایه، نور یې ډېر وخت ورنکړ او په رډو رډو سترګو د شاهد خان افریدي له څنګ څخه تیر شو،د کرکټ په نړۍ کې ډېر کله داسي پيښږي چې یو لوبغاړی دي د لوبې په جریان کې بل لوبغاړي ته ګوت څنډنه وکړي او بیا سره لفظي شخړه واوړې، د یادولو وړه ده چې په ۲۰۱۶ م کال کې د نوین الحق او محمد امر ترمنځ په لاهور کې په یو تمریناتي کمپ کې هم لفظي شخړه شوی وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې