دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ : لوبغاړي باید په احتیاط سره ګام پورته کړي، کني راشړل به یې د ټول هیواد لپاره د شرم خبره وي

د پاکستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټاکلي مهالویش له مخې ۱۷ ورځي وروسته د شل اوریزو لوبو سیریز پیلیږي، اوس تازه راپورونه وایې چې درې نور پاکستاني لوبغاړي هم پرکرونا ویروس اخته شوي دي، چې د ټولو لوبغاړو شمیر یې لسو ته ورسید، د پاکستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس وسیم خان په ګروپي واټساپ پیغام کې ویلي، لوبغاړي باید ځان ته ډېره پاملرنه وکړي که یو بل لوبغاړی په دې ویروس اخته شو نو نیوزیلینډ هیواد به یې د شړلو راپورونه ورکړي، چې دا به بیا یوازې د لوبغاړو نه بلکي د ټول ملت لپاره غټ شرم وي،

په تیر کې د نیوزیلینډ د روعتیا وزارت هم خبر ورکړی و چې پاکستاني لوبغاړي د قرنطین اصول نه پلي کوي نو دوی مجبوره دي چې د خپل هیواد د ساتلو لپاره پاکستان کرکټ ۳۵ کسیزه لوبډله بیرته خپل هیواد ته روخصت کړي، دا لانده روښانه شوي چې تر ۱۷ ورځو وروسته به نور څو پاکستاني لوبغاړي پر کرونا ویروس اخته کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې