دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اجراییه رییس وسیم خان : ترکومه چې زه او احسان ماني په کرکټ بورډ کې یو بابراعظم به لوبډلمشر وي

د پاکستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس وسیم خان د کریک انفوسره په یوه اوږده مرکه کې د بابر اعظم د لوبډلمشرۍ څخه دفاع کړی نوموړي ویلي، بابر اعظم د پاکستان په کرکټ ملي لوبډله کې ترټول تخنکې او په ذهني پلوه غوره لوبغاړی دی،مونږ د لوبډلمشرانو پروسه نوره درولي او د بابر اعظم لوبډلمشري به ترډېره وخته پورې اووسي، زه په ډاډ سره وایم چې بابر به ترهغې د درې واړو فارمټو لوبډلمشر وي چې ترکومه پورې زه او د کرکټ بورډ رییس احسان ماني په دې دنده کې پاتې یو،

بابر اعظم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کلاس کرکټر دی چې په نړۍ کې ورسره ګڼ شمير مینوال مينه لري، او د هغه توپ وهنه ترهرچا ډېره خوښوي، نوموړی په اوسني وخت کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو، پنځوس اوریزو، او ټيسټ لوبو لوبډلمشر دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې