دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډ ویسټ انډیز ته دوه صفر ماته ورکړه، د دوی درېمه شل اوریزه لوبه د باران له امله بې نتیجې شوه

د ټاکلي مهالویش له مخې نن د نیوزیلینډ او ویسټ انډیز ترمنځ درېمه شل اوریزه لوبه ترسره کیده، په دې لوبه کې نن ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لومړنۍ توپ وهنه پیل کړه، خو لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیده، نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په دوه شل اوریزو لوبو کې بریا ترلاسه کړی وه خو دريمه لوبه د باران له امله د ۲۵ منډو وروسته ترسره نشوه او لوبه په مساوي ډول پای ته ورسیدله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړنۍ ټیسټ لوبه د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۳ نيټه ترسره شي، په دې سیریز کې درې شل اوریزې او دوه ټيسټ لوبې شاملي دي د شل اوریزو لوبو سیریز کوربه نیوزیلینډ او د ټیسټ لوبو په اړه به د لوبو وروسته معلومات وشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې