دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

له برین لارا وروسته ویراټ کوهلي د نړۍ اتم مخکښ لوبغاړی شو

د کرکټ په تاریخ کې ځنې داسي لوبغاړي شته چې په ټولو فارمټو کې یې لوړې منډې ترلاسه کړي وي، ویراټ کوهلي هم هغه لوبغاړی شو چې په درې واړو فارمټو کې ۲۲۰۰۰ منډې پوره کوي، ویراټ پرون د استرالیا پروړاندې په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې ۸۹ منډې ترلاسه کړي چې د همدې منډو په جوړولو سره یې ۲۲۰۰۰ منډې پوره کړي.

تراوسه د کرکټ په نړۍ کې په شل اوریزو پنځوس اوریزو، او ټیسټ لوبو کې هندي سچن ټنډولکر لومړی توپ وهونکی دی چې لوړې منډې لري، نوموړي په ۶۶۴ سیالیو کې ۳۴۳۵۷ منډې ترلاسه کړي، دوهم مقام بیا له سریلانکایي پخواني لوبډلمشر کومار سنګکارا سره دی، کومار ۲۸۰۱۶، استرالیایي ریکي پونټینګ په درېم مقام، بیا ۲۷۴۷۳ منډې لري، مهیلا جی ورداني بیا ۲۵۹۵۷، جنوبي افریقایي جیک کالیس، ۲۵۵۳۴،راهول ډرایویډ بیا ۲۴۲۰۸، ویسټ انډیزي برین لارا بیا ۲۲۳۵۸ منډې جوړي کړي، او هندي ویراټ کوهلي بیا اتم لوبغاړی شو چې د کرکټ په نړۍ کې په درې واړو فارمټو کې ۲۲۰۱۱ منډې جوړوي.د یادولو ده چې د کرکټ په نړۍ کې په ټاپ مقامونو ټولو لوبغاړو استعفا کړی نو ویراټ کوهلي لاهم اوږد کرکټ لري او شاید راتلونکې کې د کرکټ د نړۍ هر ډول ریکارډونه مات کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې