دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د فرهان یوسفزي لومړنۍ ملاقات، افغان ښځينه لوبډلې ته مې ویلي چې اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي

نن د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي، له هغو ښځېنه لوبغاړو سره لیدنه وکړه چې څه موده وړاندې یې په مرکز کابل کې تمریناتي کمپ درلوده، په دې کمپ کې ډېری ښځېنه کرکټ لوبغاړو ګډون کړی و چې ۲۵ یې ترې غوره شوی وي، افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی و چې د دې ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره به قراردادونو امضا کړي.

اوس د افغانستان د کرکټ بورډ چیرمین فرهان یوسفزي په خپل ټوېټر لیکلي، ما ټولو ښځېنه لوبغاړو ته دا سپارښتنه کړي چې اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي، د ترلاسه شوو معلومات په اساس دننه په بورډ کې ځنې لوړپوړې غړي نه غواړې چې ښځېنه لوبډله دي جوړه شي خو لا تراوسه یې د خپلې څوکۍ د ستالو لپاره هېڅ غږ نه دی لوړ کړی، افغان کرکټ څارونکې بیا د کرکټ بورډ دا کړنه ناسمه بلي، دوی په دې نظر دي چې اوسني شرایط دې ته برابر نه دي چې کومه ښځېنه لوبډله دي رامنځ ته شي، په تیر کې هم د کریک بز سره په مرکه کې ځنې د کرکټ بورډ غړو دا نظر شریک کړی و چې په افغانستان کې د ښځېنه لوبډلې جوړل دومره اسانه نه دي دلته امنتي ګواښونه، د ټولنې کلتورې، دیني او ټولنیز فرهنګونه د دې اجازه نه ورکوي چې دا لوبډله دي دومره ژر خپل لوبیز ژوند ته راوګرځي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې