دلوبغاړو په اړه

د سمیټ سلیزو هندوستان دوه ځلي مات کړ

د هندوستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ د نومبر په ۲۷ مه د اسټرالیا په کوربتوب په سیډني کې پیل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوې چې لومړۍ دوه هغه یې اسټرالیا په خپل نوم ثبت کړي او هندوستان ته یې ماتې ورکړې، د هندوستان په ماتیدو یو شمیر مشهور مبصرینو او کریکټرانو نیوکې هم کړي.

خو خبره داده چې د سټیو سمیت سر په سر دوه سلیزو هندوستان مات کړی دی سمیت په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړه هندوستان ته یې د ۳۷۴ منډو هدف کېښود چې هغه لوبه کې یې هندوستان ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړې وه.
خو تازه په پرونۍ لوبه کې سټیو سمیت یو ځل بیا ښه وځلید نوموړي یو ځل بیا په ۶۴ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۳۹۰ منډو لوړ هدف مخ ته کېښود چې په دې لوبه کې هم هندوستان ماتې ومنله او هدف یې ترلاسه نکړ په ۵۱ منډو یې ماتې وخوړه او سیریز یې اسټرالیا ته بایلود.
د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروسته هندوستان له اسټرالیا سره د درې شل اوریزه او څلور ټیسټ لوبو لړۍ لري چې پرلپسې به یو بل پسې ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې