افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افتاب عالم په اړه یې ولولئ، نوموړی نن ۲۸ کلن شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی افتاب عالم نن ۲۸ کلن شو، نوموړی په ۱۹۹۲ م کال د همدې نومبر میاشتې په ۳۰ نيټه په ننګرهار کې وزیږید، ښي لاسی توپ وهونکی او چټک بالر دی چې ډېر کله یې د افغانستان لپاره څه ناڅه ښه توپ اچونه ترسره کړی ده، د پنځوس اوریزو لوبو پیل یې ۲۰۱۰ م کال کې د کانډا پروړاندې په شارجه لوبغالي کې وکړ، د شل اوریزو لوبوپیل یې په ۲۰۱۲ م کال کې د ایرلینډ پروړاندې وکړ، نوموړي تراوسه ټیسټ لوبه نه ده لوبولي.

پنځوس اوریزې لوبې ۲۷ ترسره کړي ۴۱ ویکټې لري همدا شان بیا په توپ وهنه کې لوړې منډې ۱۶دي او ټولې منډې ۸۰ دي، ۱۲ یې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، ۱۱ ویکټې لري د دې ترڅنګ یې په توپ وهنه کې په پنځو اننګز کې یوازې دوه منډې جوړي کړي دي لوړې منډې یوه ده او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی، افتاب عالم بیا د افغانستان د بنیاد ګر پخواني روزونکي تاج ملوک عالم ورور دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې