دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په کور دننه د لوبې ترڅنګ سیریز هم له لاسه ورکړ

د جنوبي افریقا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه هم د بولنډ پارک پارل نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، دې لوبه کې ټاس مېلمه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې کوربه لوبډلې ته ورکړه، جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې د کوینټن ډي کاک، د ۳۰ او د رایسیس ون ډر ډوسن، د ۲۵ منډو پر مټ یې ۱۴۶ منډې جوړي کړي.

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ، د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې ډیویډ ملن، نېمه سلیزه ترلاسه کړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو، د کوینټن ډي کاک په لوبډلمشرۍ کې دا لسمه لوبه ده چې افریقا لوبډله یې بایلي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په لومړنۍ نيټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې