دلوبغاړو په اړه

ګلین پلیپس د ویسټ انډیز په خلاف چټکه سلیزه ووهله

د ویسټ انډیز او نیوزلینډ ترمنځ شل اوریزه لوبه کې ګلین پلیپس تر ټولو چټکه سلیزه ووهله نوموړي په ۴۶ توپونو دغه سلیزه ووهله او د بل نیوزلینډي کولن مونرو ریکارډ یې مات کړ مونرو په ۴۷ توپونو سلیزه وهلې وه.
نوموړي په دې سلیزې سره ځان په لسو مخکښو سلیزو جوړوونکو کې راوست پلیپس دا سلیزه په ۴۶ توپونو ووهله او د ویست انډیز لپاره یې په شل اورونو کې د ۲۳۹ منډو هدف په مخ کې کېښود، نوموړي په خپل پروني سیریز کې ۸ شپږیزې او لس څلوریزې درلودې چې په ۵۱ توپونو یې ۱۰۸ زیاتې منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیز دغه لوبه په پنځو ویکټو وبایلله خو راتلونکو لوبو ته د ګټلو په تمه دي کرن فولاډ ویلي چې موږ به بیرته په پوره هوډ راشو او ښه به ولوبیږو

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې