دلوبغاړو په اړه

ډیوډ ورانر شاید په راتلوونکې لوبه کې شتون ونه لري

اسټرالیایي لوبغاړی ډیویډ وانر نن په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې له هنډیا سره سخت ژوبل شو او شاید په راتلوونکې دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د استرالیا په سکواډ کې ونه اوسي.

راپورونه وایي شاید متیو وایډ دده پرځای غوره شي.
ډیويډ وارنر نن په لوبه کې د توپ وهنې پرمهال ټپي شو او له میدانه بهر ووت نوموړی داسې مهال بهر شو چې د نورو لوبغاړو په ولو یې لاسونه اچولي و او له میدانه ووت.


د وارنر ټپ ژور ښکاري د هغه ډاکټر ویلي چې نوموړی شاید په راتلونکې لوبه کې شتون ونه لري خو د اسټرالیا لپاره به ستونزمنه هم نه وي ځکه له وړاندې یې سیریز په خپل نوم کړی دی

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې