دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستاني لوبغاړو غوصه، شعیب اختر : پاکستان کومه عادي لوبډله نده، وسیم اکرم : مونږ نیوزیلینډ ته ماشومان ندي لیږلي

پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نیوزیلنیډ په کوربتوب درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې ترسره کوي، دلته په کریس چرچ کې د پاکستان ۷ لوبغاړي پرکرونا ویروس اخته شوي، دې لوبډلې ته د نیوزیلینډ هیواد د روعتیا وزارت اعلامیه خپاره کړه که د کرونا پرضد سپارښتنې عملي نکړي نو له هیواده به یې وشړي.

له دې وروسته د پاکستانیو لوبغاړو غبرګونونه راوپاریدل، شعیب اختر لیکلي، پاکستان کرکټ ملي لوبډله کوم عادي کلب نه دی که پاکستان لوبډله دا سیریز ترسره نکړي نو لوبغاړي او لوبډله یې نه مړه کیږي او کرکټ به یې لاژوندی پاتي وي، همدلته وسیم اکرم بیا لیکلي، مونږ نیوزیلینډ ته مسلکي لوبډله لیږلې، مونږ هلته څه ماشومان ندي لیږلې چې دوی ورته د شړلو اخطارونه ورکوي،

د نیوزیلینډ د روعتیا وزارت خبر ورکوي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د قرنطین اصول نه پلي کوي نو له همدې امله د دې هیواد وروستۍ پرېکړه به دا وي چې سیریز ورسره لغوه او له هیواد به یې وباسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې