دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نړۍ مخکښ کرکټر بابر اعظم په غټ تاوان واوښت، یوه پاکستانۍ میرمن ادعا کوي چې په ۲۰۱۰م کال کې ورسره بابر اعظم ناوړه اړېکه درلوده

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی بابر اعظم له سختو تورونو سره مخ شو، يوې پاکستانۍ میرمنې ادعا کړي چې په ۲۰۱۰ م کال کې هغه وخت چې بابر اعظم دومره مشهوره نه و د نوموړي سره یې لومړۍ مېنه او له هغه راوروسته یې ورسره ناوړه اړېکه پیل کړه.

دې میرمنې نن د خبریالونو په مخ کې دا خبره وکړه چې بابر اعظم یې د یوې سیمې اوسیدونکی و، میرمن زیاتوي بابر مې د کوچنیوالي ملګری و، زه او هغه به ښونځي ته یو ځای تلو کله چې مونږ د واده تصمیم ونیولو نو کورنۍ مو خوښې رانکړه، بیا بابراعظم ماته وړاندیز وکړ چې له ماسره بهر ووځي، ما یې خبره ومنله مونږپه یو کرایه کور کې اوسیدلو بابر ماته وویل چې محکمه کې به واده وکړو بیا له هغې وروسته زه حامله شوم ما له بابر نه وغوښتل چې واده وکړو خو هغه زه وهلم ګواښونه یې راته کول زمونږ اړېکه هغه وخت خرابه شوه چې کله بابر اعظم له ماسره زور زیاتی پیل کړ زه له هغې راهیسې د بابر پورې تړلې یم د کوم وخت نه چې زه د هغې نه حامله شوی یم،

ساج صادق دا ویډو په خپل ټوېټر پورته کړي، لومړی یې د میرمنې پر تور ژور بحث کړی او له هغه وروسته یې په دوهم ټوېټ کې لیکلي چې، بابر اعظم بې ګنا دی، هغه کومه داسي کړنه نده ترسره کړي، دا د محکمې د وکیلانو او او قانون پلي کوونکو پرېکړه وه، دا غیرې ثابت تورونه بیرته په بښنې پای ته ورسیدل، د یادولو وړ ده چې بابر اعظم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې