دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د نیوزیلینډ خبرداری، که روعتیایي سپارښتنې عملي نکړي نو له هیواده به وشړل شي

د ټاکلي مهالویش له مخې به پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نيوزیلینډ په کوربتوب خپله لومړنۍ لوبه د راتلونکې ډيسمبر میاشتې په ۱۸ نېټه ترسره کړي دې لوبو ته پاکستان کرکټ بورډ ۳۵ کسیزه لوبډله اعلان کړی وه چې تیره اونۍ یې نیوزیلینډ ته سفر کړی و.

پاکستان کرکټ بورډ په لومړي سر کې اعلان وکړ چې هېڅ کوم لوبغاړی یې مثبت نه دی ازمایل شوی او د ټولو لوبغاړو ټیسټ یې منفي دی،خو کله چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپل ټیسټونه په نیوزیلینډ هیواد کې وکړل نو د شپږو لوبغاړو عابد علي، سرفراز احمد، محمد عباس، نسیم شاه، دانش عزیز، او روهيل نظیر پيلې مثبتې راووتلي.

د وروستیو معلومات پراساس د نیوزیلینډ هیواد د روعتیا وزارت پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته خبرداری ورکړی چې د دروعتیایي سپارښتنو نه دی سرغړونه نه کوي کنې د هیواده به وویستل شي، روعتیا وزارت زیاتوي پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځني داسي کړني ترسره کړي چې هغه دوی ته د منلو وړ نه دي، دې خبرداري بیا د پاکستانیو لوبغاړو غوصې راپارولي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې