دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیپالی سندیپ لامیچاني هم پر کرونا ویروس اخته شوی

د نيپال کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی سندیپ لامیچاني هم پر کرونا ویروس اخته شوی نوموړی د دې لوبډلې یو له پیاوړو سوکه توپ اچونکو څخه دی چې ډېر کله د نړۍ په بهرنیو لیګونو هم لیدل کیږي.

سندیپ دا خبر په انسټګرام کې خپور کړی چې له شدیدې تبې وروسته یې د کرونا ټیسټ مثبت و، دا د نيپال څلورم لوبغاړی شو چې د کرونا ټيسټ یې مثبت راوځي، د دې نه مخکې اوسنی لوبډلمشر جایندرا مالا، وایس لوبډلمشر دیپندرا سیهنګ، او روهیت پاوډل پر کرونا ویروس اخته شوي و.

سندیپ چې لیګ بریک سلو توپ اچونکی دی سږکال د دريم ځل لپاره هم په بیګ باش لیګ کې اخیستل کیږي د نوموړي شتون وروسته له هغې شکي شو چې د ټيسټ پایله یې مثبته راووتله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې