دلوبغاړو په اړه

مکسویل له کیل راهول څخه بخښنه وغوښته

ګلین مکسویل له لومړۍ یو ورځنۍ لوبې وروسته له کیل راهول څخه بخښنه وغوښته نوموړي ددې لپاره له راهول څخه بخښنه وغوښته چې په ای پي ایل سیالیو کې ښه ونه لوبیده مکسویل په ۱۳ لوبو کې یوازې ۱۰۸ منډې جوړې کړې وې د پنجاب لوبډلې لپاره او د ای پي ایل دیارلسم پړاو ورته ښه نه و ځکه په ټول سیریز کې یې کومه شپږیزه ترلاسه نکړه.

خو نوموړي تیره ورځ له هندوستان سره په یو ورځنۍ لوبه کې خپل ځان ښه ثابت کړ په دې لوبه کې مکسویل په ۱۹ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړې چې درې شپږیزې هم پکې شاملې وې راهول ددې توپوهنې پر مهال له هغه ناخوښ ښکاریده ځکه په ای پی ایل کې دده لپاره ښه نه و نوموړی ای پي ایل سیالیو کې د مکسویل لوبډل مشر و.a

کیل راهول چې اوس مهال د هندۍ لوبډلې د ویکټ ساتنې دنده هم په غاړه لري همالته د لوبې په جریان کې مکسویل له هغه بخښنه غوښتې، مکسول ویلي ما د لوبې په جریان کې له راهول بخښنه وغوښته ځکه هلته ما ښه توپ وهنه نه وه کړې.
د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پرون ترسره شوه چې اسټرالیا په خپل کور کې میلمه هندۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سریز لومړۍ بریا یې په خبل نوم ثبت کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې