افغانستان کریکټ

د یو بل کریکټر د کرونا پایله هم مثبته راووته

سنډیپ لمیچن لیګ سپینر توپ اچوونکی هم پر کرونا اخته شو، نوموړی د نیپال هېواد لیک سپینر توپ اچوونکی دی او دا خبره یې پر خپل انستګرام کړې هغه ویلي ما د چهار شنبې ورځ یو ښه احساس نه کاوه هو چې معاینات مې وکړل کرونا مې مثبته وه.

دا خبره وروسته له هغه کیږي چې نوموړی په بیګ باش لیګ کې هم اخستل شوی و او په تورنمینټ کې یې د برخه اخستلو هوډ هم کړی و دا د هغه لپاره دریم فصل و چې دې لیګ کې لوبیدلی وای له دې وړاندې سیزن کې هغه د میلبرون سره لوبدلی و.
سنډیپ پر خپل ټویټر لیکلي ” سلام ټولو ته ستړي مشې زه پوی شوم چې زما د کرونا پایله مثبته ده، زه له دې نن خبر شو ما له چهارشنبې ورځ راهیسې د وجود درد درلوده، اوس په کور کې قرنطین یم که چیرته ژر ښه شم نو حتما بیرته لوبو ته راګرځم ماته دعاوې وکړئ”
لمیچن څلورم نیپالی لوبغاړی دی چې د کرونا مثبته ازموینه ورکوي ۲۰ کلن لمیچن د نیپال یو ښه توپ اچوونکی دی د خپل ټیم لپاره یې زیاتې ویکټې اخستي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې