دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په کور دننه پيل په ماته وکړ

د ټاکل شوي مهالویش له مخې بیګا شپه د افغانستان پر وخت ۸ بجې او ۳۰ د قیقې جنوبي افریقا لوبډلې په خپل کوربتوب په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان څخه ماته وخوړله.

د دې لوبې ټاس انګلستان وګټه او د توپ وهنې بلنه یې جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه، افریقا په ټاکل شوي شل اورونو کې د فاف ډوپلیسیس د ۵۸ او د کوینټن ډي کاک د ۳۰ منډو پرمټ ۱۷۹ منډې جوړي کړي.

د افریقا ورکړل شوی هدف انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په شلم اور کې د جاني بیرسټو د بهترینې توپ وهنې پرمټ پوره کړ جاني بیرسټو وشو کولای چې په ۴۸ توپونو۸۶ منډې جوړي کړي د نوموړي په اننګز کې څلور شپږیزې او ۹ څلوریزې شاملي وي.د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه د روانې میاشتې په ۲۹ نېټه په پارل نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې