دلوبغاړو په اړه

اووم پاکستانی لوبغاړی هم پر کرونا اخته شو

پاکستانۍ لوبډله له نیوزیلینډ سره تر لوبو وروسته دغه هېواد ته ورغلې د پاکستاني لوبغاړو د معایناتو وروسته د شپږو لوبغاړو د کرونا پایله مثبته وه د نیوزلینډ د روغتیا وزیر تیره ورځ دوی ته اخطار هم ورکړی چې باید دوی له احتیاطه کار واخلي خو اوس تازه بل پاکستانی هم پر کورنا اخته شوی او پایله یې مثبته راوتلې.

دغه مثبته پایله تر اوسه ښکاره نه ده چې د چا ده خو دا اووم پاکستانی شو چې پایله یې مثبته شوه شپږ لوبغاړي سرفراز احمد، روحیل نذیر، نسیم شاه، محمد عباس، عابد علي او دانش عزیز هغوی دي چې مخکې یې د کرونا پایله مثبته راوتلې وه.
د پاکستان کریکټ بورډ هم په دې کار خواشیني ښودلې خو د نیوزیلینډ د روغتیا وزارت دغې لوبډلې او ټولې ډلې ته خبرداری ورکړی چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي کنه له دې هېواده به بهر شي، پاکستان د نیوزیلینډ په کوربتوب له دې لوبډلې سره درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې لري چې د ډسمبر میاشتې په ۱۸ مه نیټه به پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې