لیګونه

اسټرالیا د هندوستان پر وړاندې: دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې هندوستان د ښې لوبې کولو په هڅه کې دی

هندوستان د یوې سترې ماتې وروسته دوهمه لوبه کې د ښې لوبې هڅه کوي او غواړي چې ښه لوبه وکړي، هندوستان په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له اسټرالیا څخه ماتې وخوړه او سبا یکشنبه یې په سیډني کې دوهمه لوبه ترسره کیږي هندوستان دې لوبې ته پوره چمتووالی ښودلی او ویلي دي چې دوی به بیرته ښه راتګ وکړي.

د هندوستان کپټان ویرات کوهلي د جمعې په ورځ ومنله چې زموږ د لوبډلې توازن برابر نه و د هارډیک پانډیا په شمول مو یو شمیر توپ اچوونکو کې ستونزې موجودې وي کوهلي ویلي موږ زیات تجربه لروونکي کسان او توپ اچوونکي لرو موږ به یو ځل بیا ښه راتګ وکړو او ځان به ثابت کړو.
اسټرالیا له هندوستان سره په روانو لوبو کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او څلور ټیسټ لوبې لري چې دا مهال ددې لوبډلو ترمنځ یوازې یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوې او جریان لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې