افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

له راشد ارمان وروسته محمد نبي، نور احمد لکڼوال، ظاهر پکتین، او مجیب الرحمن هم د استرالیا په لور روان شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې درې لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل، ظاهر پکتین، او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي دي چې نن د بیګ باش لیګ لپاره استرالیا هیواد ته په سفر روان شو دي د دې ترڅنګ نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره استرالیا هیواد ته د بیګ باش سیالیو لپاره سفر کوي.

محمد نبي عیسی خيل او نور احمد لکڼوال به په دې لیګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په ګټه،مجیب الرحمن د برسیبین هیټ لوبډلې سره،ظاهر خان د میلبورین سټارز لوبډلې په ګټه او راشد خان ارمان به بیا د اډلایډ سټرېکرز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

دا لیګ د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په لسمه نيټه د هوبارټ هوریکنز او سیډني سیکسرز لوبډلې په لوبه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې