دلوبغاړو په اړه

د پاکستاني لوبغاړو بې احتیاطي شاید د پاکستان او نیوزلینډ لوبې لغوه کړي

پرون راپورونه خپاره شول چې نیوزلینډ ته د لوبو لپاره د پاکستان ټیم شپږ غړي په کرونا اخته شوي اوس تازه د نیوزلینډ د روغتیا وزیر وویل چې پاکستاني ټیم باید دومره زیاته بې غوري نه وای کړې دوی باید له ډیرداحتیاطه کار اخستی وای، د معمول سره سم دوی باید درې ورځې په اطاقونو کې پاتې وای ترڅو موږ ددوی د کرونا معاینات کول، خو دوی د هوټل په تالارونو کې ګرځیدل، ماسکونه یې نه اغوستل، شریک خواړه یې خوړل چې دا یوه ښکاره سرغړونه وه.

نوموړی وایي اوس شاید ټوله ډله بیرته ولیږل شي دی وایي نیوزلینډ ته له رسیدو سره سم د سرفراز احمد، روحیل نذیر، نسیم شاه، محمد عباس، عابد علي او دانش عزیز هغوی چې پر کرونا اخته شوي شاید بیرته ولیږل شي ځکه دا زموږ لپاره لوی خبرداری دی چې شاید نور هم پرې اخته شي.
دوی وایي دغه لوبغاړي اوس مهال قرنطین دي او د نیوزلینډ د روغتیاپالانو ترڅار لاندې دي، پاکستان له نیوزلینډ سره د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لړۍ لري چې اوس د کرونا له امله شابد لغوه اعلان شي


ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې