لیګونه

د لنکا پریمیر لیګ لومړۍ لوبه مساوي تمامه شوه.

د لنکا پریمیر لیګ لومړۍ لوبه تیر ماښام ۶:۳۰ دقیقې د کولمبو کینګز او د کینډي ټاسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې مساوي پایته ورسیده؛ خو په سوپر اور کې د کولمبو لوبډلې په خپله ګټه تمامه کړه او ټاسکرز ته یې ماتې ورکړه.

یاده سیالۍ کې لومړی توپ وهنه د ټاسکرز لوبډلې وکړه د افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د ۵۳، کوسال منډیس ۳۰ ګونراټني د ۳۳ او د کوشال پریرا د ۸۷ منډو پر مټ یې کولمبو لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف په مخکې کېښود د کولمبو لپاره افغان لوبغاړي قیس احمد، ګوني او چمیرا یوه یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کولمبو لوبډلې ښه پیل کړ د دانش چندیمال د ۸۰ رسل ۲۴ اوډانا ۳۴ د ایون او سیلوا د ۲۲: ۲۲ منډو پر مټ یې هدف ته ځان ورسوه خو لوبه سوپر اور ته لاړه او سوپر اور کولمبو کینګر لوبډلې وګټه په دې سره یې د لنګا لیګ لومړۍ لوبه په خپل نوم ثبت کړه.
دغه لنکا دغه لیګ کې به ۲۳ لوبې د پنځه لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې د ډسمبر میاشتې تر نیمایي به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې