دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د استرالیا څخه په کور لوبه ګټل، د نړۍ مشهوره لوبډلې یې یوازي خوبونه ویني

نن د استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز پیلنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره شوه دې لوبه کې ټاس کوربه لوبډلې استرالیا وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

استرالیا په ټاکلي پنځوس اورونو کې ۳۷۵ منډې ترلاسه کړي چې پکې لوبډلمشر ایروین فینچ ۱۱۴ سټیپ سمیت ۱۰۵ او ډيویډ وارنر بیا ۶۹ منډې وکړي.

د استرالیا ورکړل شوی هدف هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ناکام پیل له امله پوره نکړ، ویراټ کوهلي، کېل راهول، میانک اګروال، او شاریس اېر هغه پیلني لوبغاړي و چې د سلو منډو مخکې جوش هزلیوډ ته خپلې ویکټې وبایللې، له هغه وروسته هاردیک پانډیا د هندوستان لپاره ۹۰، او شکر دهوان بیا ۷۴ زیاتې منډې ترلاسه کړي، خو ویې نشو کولای چې لوبډله بریا ته ورسوي هندوستان کرکټ ملي لوبډلې له استرالیا څخه په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې په ۶۶ منډو ماته ومنله،

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه پنځوس اوریزه لوبه د روانې میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شيد یادولو ده چې د هندوستان او استرالیا ترمنځ دې لوبو کې ننداره چيان په پوره جوش سره لوبه له نیږدي ننداره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې