دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هند او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې به د ډين جونز لپاره یوه دقېقه خاموشي او د نوموړي په یاد کې به توره پټۍ ترخپل مټه وتړې

هندوستان کرکټ ملي لوبډله د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مېلمنه ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه سبا ترسره کیږي.

په دې لوبه کې د پخواني استرالیایي لوبغاړي ډین جونز په یاد کې استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پرخپل مټ تورې پټۍ تړې او د دې ترڅنګ به د لوبې څخه وړاندې یوه دقيقه خاموشي هم اختیار کړي، دې لوبې ته د نړۍ ګڼ شمير کرکټ مینوال انتظار باسي.

جونز د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و چې د استعفا وروسته یې د کرکټ په تبصره پیل وکړ خو ژوند له نوموړي سره ډېره یارې ونکړه او د روان کال په سيپټمبر میاشت کې د زړه د حملې له امله په هندوستان کې ومړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې