دلوبغاړو په اړه

هندۍ لوبډله د اسټرالیا خلاف لوبو ته بشپړه چمتو ده.

د هندوستان بي سي سي ای نن د هندي لوبغاړو د تمریناتو تازه تصویران او ویډیو ګانې خپرې کړي او ورسره یې لیکلي چې دا لوبډله بشپړه لوبو ته اماده ده، دغې ادارې تصویران په ټویټر خپاره کړي پر ټویټر د کپتان ویرات کوهلي په یوه لنډه ویډیو کې ښکاري نوموړی د راروانې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره چمتوالی نیسي چې د نومبر په ۲۷ مه به په سیډني کې د دواړو لوبډلو ترمنځ پیل شي.

هندوستان لوبډلې دغه سفر نږدې دوه میاشتې دی چې په دې دوران کې به له اسټرالیا سره درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او څلور ټیست لوبې ولري اوس مهال دغو سیالیو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې او دواړه لوبډلې به د یو بل پر وړاندې خپل بخت و ازمایی.
دا لوبې داسې مهال دي چې ویل کیږي ددې لوبډلې اوپنر توپ وهوونکی روحیت شرما ژوبل دی، کپتان ویرات کوهلي د خپل د لومړي ماشوم د پیدا کیدو په پار رخصتي اخلي تر ډیر همداسې ویل کیږي چې د ټیسټ لوبو پر مهال به ویرات کوهلي او روحیت شرما دواړه شتون ونه لري چې هندوستان ته به ډیره ګرانه تمامه شي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې