لیګونه

لنکا پریمیر لیګ نن د نومبر په ۲۶ مه پیلیږي.

د سریکلانکا هېواد ایل پي ایل سیالۍ یا لنکا پریمیر لیګ نن د نومبر په ۲۶ مه ماښام ۶:۳۰ دقیقې پیلیږي دا ددې سیالیو لومړی پړاو دی چې د مختلفو بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي لومړۍ لوبه یې نن د پیل له مراسمو وروسته ۶:۳۰ دقیقې د کولمبو کینګز او کینډي ټاسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

په دې سیالیو کې له وړاندې زیات شمیر افغان لوبغاړي اخستل شوي چې څلور یې نن په لومړۍ لوبه کې لوبیږي کریم خان صادق او قیس احمد د کولمبو کینګز لپاره، نوین الحق او رحمان الله ګربز د ټاسکرز لوبډلې لپاره لوبه کوي.
لنکا پریمیر لیګ داسې مهال شروع کیږي چې تازه کرونا ویروس لوبغاړو او د لوبو میدانونو ته مخه کړې اوس تازه د پاکستان د کریکټ د شپږو چارواکو د کرونا پایله هم مثبته راوتلې او د نړۍ په نورو برخو کې هم یو شمیر لوبغاړي پرې اخته شوي دي.
په لنکا پریمیر لیګ کې پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي چې ټولې به ۲۳ لوبې ترسره کړي او د ډسمبر په ۱۶ به پایته ورسیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې