دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان کریکټ د شپږو غړو د کرونا پایله مثبته ده.

پاکستانۍ لوبډله نیوزلینډ ته رسیدلې او هلته له نیوزلینډ سره د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لړۍ لري خو تازه راپورونه خپاره شوي چې ددې ډلې شپږ غړي په کرونا اخته شوي، پاکستانۍ لوبډله له رسیدو سره سم څوارلس ورځې قرنطین تیرولو وروسته له نیوزلینډ سره لوبې لري خو تازه معایناتو ښودلې چې ددې ډلې شپږ غړي په کرونا اخته شوي او پایله یې مثبته ده.

تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده چې دغه شپږ غړي لوبغاړي دي او که د پاکستان کریکټ لوبډلې نور غړي دي، پاکستانۍ لوبډله د نومبر په ۲۴ مه دغه هېواد ته رسیدلې او له هغې وروسته یې د معایناتو پایله معلومه شوې وروستي معلومات ښایي چې د ټیم هر غړی باید څلور ځلې خپل معاینات ترسره کړي ترڅو یې ښه پایله معلومه شي.
د معلوماتو له مخې دغه شپږ غړي به په جدا ډول قرنطین شي او تر تداوي لاندې به ونیول شي ترڅو یې صحت د ډاډ وړ وګرځي، پاکستان د ډسمبر په میاشت کې له نیوزیلینډ سره درې شل اوریزه او د دوه ټیسټ لوبو لړۍ لري چې له څوارلس ورځو قرنطین وروسته به دغه لوبې پیل کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې