دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

یوراج سینګ یوې هندۍ کریکټرۍ ته مبارکي ورکړې

د هندوستان مشهور کریکټر یوراج سینګ یوې هندي لوبغاړې ته د هغې د کلیزې مبارکي ورکړې، سینګ هغې ته پر خپل ټویټر دا مبارکي ورکړې یوراج لیکلي چې”د زیږون ورځې مبارکي وایم یوې تکړه، باجرتې جهولان ګوسوامي ته چاچې په خپلو ښایسته لوبو سره د هندوستان ښځینه کریکټ ته پرمختګ ورکړ او شابسته لوبې یې وکړې”

جهولان ګوسوامي نن چهار شنبه ۳۸ کلنه شوه نوموړې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو مخکښه توپ اچوونکې ده چې تر دا مهاله یې ۳۰۰ ویکټې اخستې دي.
نوموړې تر اوسه ۱۰ ټېسټ لوبې، ۱۸۲ یو ورځنۍ او ۶۸ شل اوریزې لوبې د هندوستان لپاره تر سره کړې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې