دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مشفیق الرحیم : هيڅ چانس نشته چې د بیا ځل لپاره دي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري وکړم

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نوموتي ویکټ ساتونکې لوبغاړي مشفیق الرحیم د ملي لوبډلې د لوبدلمشرۍ څخه انکار وکړ.

بنګله دیش کرکټ بورډ غوښتل چې نوموړی یو ځل بیا د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشر وټاکي خو مشفیق نن دا خبره رد کړي چې هغه به د بیا ځل لپاره د دې لوبډلې کيپتاني پرخپله غاړه واخلې.

مشفیق الرحیم ویلي،، د ملي ټیم لپاره بیا لوبډلمشر کیدل نه غواړم او هېڅ راز علاقه ورسره هم نلرم، زما پرځای دي بنګله دیش کرکټ بورډ ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړي ترڅو په راتلونکې کې د دې ډول چانس څخه ډېره ګټه پورته کړي،دا خبر په خپله د بنګله دیش کرکټ بورډ چيرمین نظم الحسن هم تاید کړی چې مشفیق ځواب ورکړی چې د لوبډلمشرۍ لپاره تیار نه دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې