دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل کلارک : که ویراټ کوهلي په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبوکې ښه ونه ځلید نو دوی به څلورو واړه ټیسټ لوبې وبایلي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مایکل کلارک د راتلونکو سیالیو په اړه خپل نظر څرګند کړ،کلارک ویلي، که د هندوستان لوبډلمشر ویراټ کوهلي په درې پنځوس اوریزو او درې شل اوریزو لوبو کې ښه نتیجه ورنکړه نو د نوموړي په نشتون کې به استرالیا کرکټ ملي لوبډله په څلورو واړو ټیسټ لوبو کې بریا ترلاسه کړي او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته به څلور صفر ماته ورکړي،

د یادولو ده چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله دوه اونۍ وړاندې استرالیا هیواد ته رسیدلي ده دواړه لوبډلې به د همدې میاشتې په ۲۷ نيټه خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې