دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سارا آلې د ښځو له باش لیګ څخه تقاعد اخلي.

سارا په بیګ باش کې د سیډني سکسرز لپاره لوبه کوله خو اوس هغې خپل تقاعد اعلان کړ سارا تیره ورځ پر خپل انستګرام دا خبره کړې ده چې د ښځو له بیګ باش لیګ څخه تقاعد اخلي هغې خپله وروستۍ لوبه همدې اونۍ کې د سیډني سکسرز لپاره وکړه.

نوموړې داسې مهال د تقاعد اعلان کوي چې سیډني لوبډلې له میلبرون څخه په ماتې خوړولو سره له پای لوبې پاتې شوه، سارا ۳۶ کلنه ده او د اسټرالیا په یې میډیوم فاسټ بالینګ ترسره کاوه، سکسرز لوبډلې د هغې په اړه ویلي چې سارا یوه ریښتینې اتله وه هغه به تر ډیره د خلکو په یاد وي، دهغې لوبې به ننداره کوي هغې پسې به خفه وي، چاچې له هغې سره لوبه کړې د لوبې لیوالتیا به یې ورته په یاد وي او د هغې له اخلاقو به متاثره وي .

سارا د اسټرالیا لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې لوبیدلې او په بیګ باش کې بیا په ټولو سیالیو کې او تراوسه یې ۸۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې