افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان اجراییه رییس دعوا کوي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د دوی په مرسته دې مقامه ته رسیدلي دا غږ د تاج او فرهان په توند ځواب بدرګه شو

د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه رییس وسیم خان په یو بیان کې ویلي، افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په مرسته دې مقام ته رسیدلي ده، ځکه افغانستان هغه وخت نړیوالو وپیژندو چې کله یې پاکستانی کبیر خان، پخوانی لوبغاړی راشد لطیف، او همداشان انضمام الحق روزونکې شو،


افغانستان کې د کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکې او په افغانستان کې د دې لوبې مشهوره کوونکې تاج ملوک عالم بیا لیکلي، هندوستان او پاکستان مونږ ته روزونکې د پیسو په بدل راکړي،اوکه هلته مو تمرینات ترسره کړي نوښې پريمانه پیسې مو هم ورکړي، دا باید ومنل شي چې افغانستان پر خپل مټ او د لوبغاړو د پوره زحمتونو په بدل کې نړیوال ځان ته حیران کړي،


د افغانستان د کرکټ بورډ چيرمین فرهان یوسفزي بیا لیکلي، افغانانو خپل تاریخ په خپله ساتلی، دوی پرته د چا د مشورې او همکارۍ مخ ته تللي دي او د خپلو غوره استعدادونو پرهمت یې ځانونه اتلان کړي،

په افغانستان کې د کرکټ یو شمير پخوانیو څارونکو بیا د وسیم خان دا خبرې بې اساسه بللي دي.د یادلو ده چې دا خبرې ورسته له هغې په افغانستان کې تودیږي چې تیره اونۍ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان افغانستان ته راغلی و، د کرکټ د نړۍ مشهوره مبصرین هم په دې اند دي چې د عمران خان ورتګ د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه سیریز لا اسانه ولی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې