افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د تېرې لسیزې په مخکښو لوبغاړو کې د راشد خان نوم هم راغلی

د کرکټ نړیواله شورا په پام کې لري چې د تیرې لیسزې غوره لوبغاړو ته په بیلابیلو ایوینټونو کې جایزې ورکړي چې افغان لوبغاړی راشد خان یې هم په دغه لیست کې راوستی چې د شل اوریزه لوبو په مخکښو کریکټرانو کې راغلی او د شورا لخوا به ورته جایزه ورکول کیږي، دا جایزې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په نړیواله کچه یې د خپلې لوبډلې لپاره بهترینه لوبې ترسره کړې وي.

په دغه لیست کې لوبغاړي د کریکټ د فارمټونو له مخې درجه بندي شوي چې د شل اوریزه، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو مخکښ لوبغاړي پکې شامل دي، ویرات کوهلي هغه لوبغاړی دی چې په دریو واړو فارمټونو کې شامل دی او د کریکټ نړیوالې شورا لخوا به ورته ایوارډ ورکول کیږي.
همداراز په یو ورځنیو لوبو کې د ام اس ډهوني، روحیت شرما، ملینګا، سنګکارا ای بي ډیولرز او نورو نومونه شامل دي.
شل اوریزو لوبغاړو کې د راشد خان، عمران طاهر، ارون فینچ، ملینګا، کرس ګیل او ویرات کوهلي شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې